Asset 1SWN

فاریاب کې د کارګرو ماشومانو زیاتوالی؛ «که ډوډۍ ولرو، خوښېږي مې درس ولولم»

1

دولس کلن سهراب چې ټوله ورځ د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې د خلکو د بوټانو په رنګولو تېروي وايي، اقتصادي ستونزو اړ کړی چې له دې لارې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

هغه چې د ښوونځي د پنځم ټولګي زده‌کوونکی و وايي، هیله یې لرله چې یوه ورځ ډاکټر شي، خو بې‌وزلۍ له زده‌کړو بې‌برخې کړی او اوس یې د ډاکټر کېدو هیله پر خوب بدله شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «کله چې په المار کې جګړه وه، میمنې ته را بې‌ځایه شوو. کرایي کور مو نیولی، پلار مې معلول دی، کار نه‌شي کولای. هغه عسکر و او کله چې جګړه وه، د بم چاودنه کې معلول شو. زه په ښار کې بوټونه رنګوم. د ورځې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو کار کوم او کور ته یې وړم.»

لس کلن شفیق‌الله بیا هغه ماشوم دی چې څو کاله وړاندې د فاریاب له ګرزیوان ولسوالي څخه خپلې کورنۍ سره میمنې ښار ته بې‌ځایه شوی دی.

د نوموړي په وینا، د کارګرۍ له امله په ښوونځي کې نه‌دی شامل شوی. شفیق‌الله چې یوولس‌کسیزه کورنۍ لري وايي، پلار یې هم کارګر دی، خو د خوراکي توکو لوړې بیې له کبله اړ شوی چې د کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره کار وکړي او یا هم نورو ته د مرستې لاس ور اوږد کړي.

هغه زیاتوي: «ښوونځی مې ونه لوست. زه چې ښوونځی ولولم، د کور لپاره ډوډۍ له کومه شي. که کور کې ډوډۍ وي، زه هم غواړم چې ښوونځي ته ولاړ شم، خوښېږي مې چې ښوونځی ولولم، انجینر شم.»

په ورته وخت کې د فاریاب مدني فعال نظرمحمد وايي، هېواد کې د تېرو ۲۰ کلونو جګړې لامل شوي چې ګڼ‌شمېر کورنۍ خپل سرپرست له لاسه ورکړي او ماشومان یې د بې‌وزلۍ له امله ښوونځي ته د تلو پر ځای، په ښار کې درنو کارونو ته مخه کړي. د شفیق‌الله په وینا، زیاتره دغه ماشومان د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د فاریاب له نورو ولسوالیو څخه مرکز میمنې ښار ته راغلي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د فاریاب د کار او ټولنیزو چارو رییس ریحان متوکل هم په دغه ولایت کې د کارګرو او سوالګرو ماشومانو د شمېر زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، د مرستندویه موسسو په همکارۍ هڅه کوي چې بې‌وزله او هغو ماشومانو ته چې پلرونه یې په جګړو کې له لاسه ورکړي، د ښوونې او روزنې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه ټینګار کوي چې د دارالایتام او روزنتونونو پر بیا فعالولو کار روان دی او په نږدې راتلونکې کې به له میمنې ښار څخه کارګر ماشومان راټول او روزنتونونو ته ولېږي.

سره له دې چې افغانستان کې د کارګرو ماشومانو کره شمېرې نشته، خو د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف تر دې وړاندې په خپلو راپورونو کې ویلي چې څه باندې یو میلیون افغان ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام