د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) په افغانستان کې پر خوارځواکي د اخته ماشومانو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په هېواد کې یې د یوه بشري ناورین د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی دی. دې کمېټې په یوه راپور کې ویلي چې په تېره یوه میاشت کې پر خوارځواکي د اخته ماشومانو شمېر ۳۰سلنه زیات شوی دی.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې زیاته کړې چې د تېر کال د نومبر او ډسمبر پر مهال په خوست کې د سختې خوارځواکۍ کچه ۳۰ برابره او په هرات کې هم دوه برابره لوړه شوې ده. دا کمېټه خبرداری ورکوي، که دغو ماشومانو ته پر وخت او مناسبه توګه پاملرنه ونه شي، د مناسب وزن لرونکو ماشومانو په پرتله د ۱۱ سلنه خوارځواکو ماشومانو  د مړینې احتمال شته.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کمېټې په وینا، د افغانستان بانک د شتمنیو کنګل کېدل، په بازارونو کې د نغدو پیسو کمښت او کارکوونکو ته د معاش نه رسېدل لامل شوي چې ماشومانو ته لازم او پر وخت خواړه ورسېږي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې په وینا، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به ۳۸ میلیونه افغانان د لوږې تر کرښې لاندې ژوند وکړي چې له ډلې به یې نهه میلیونه له قحطۍ سره مخ شي او په خبره یې، ډېری قربانیان به یې هم ماشومان وي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې د تېرو پنځو کلونو په ترڅ کې په بې‌سارې توګه لوړې شوي چې د تېر کال د جون میاشتې په پرتله د غنمو، اوړو او غوړیو بیې ۵۰ سلنه لوړوالی ښیي.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ

دغې کمېټې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې ژرترژره افغانانو ته د خوراکي توکو، درملو او پیسو برابرولو لارې چارې ولټوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، اوس په افغانستان کې له پنځو کلونو درې میلیونه کم‌عمره ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام