Asset 1SWN

یوناما: افغانستان کې چې هر ۱۰ملکيان وژل کېږي، ۴ يې ماشومان او ښځې دي

4790370-oxpx0izkctm3mcjhf7q87synwl2exfcd1pbjbuz2j8

 

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ يا يوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د  ۱۳۲۵ نمبر پرېکړه ليک د شلمې کالیزې په مناسبت په يوه اعلاميه کې د افغانستان د ناامنيو ډېرېدو ته په اشارې ويلي، افغانستان کې چې هر ۱۰ملکيان وژل کېږي، ۴ يې ماشومان او ښځې دي.

د يوناما له لوري په خپره شوې اعلاميه چې نن شنبه خپره شوې راغلي، دوی د افغان  سوله جوړونکيو  ښځو لاسته راوړنو ملاتړ کوي.

خبرپاڼه کې د جګړې له ټولو ښکېلو  خواوو غوښتل شوي چې د جنسیت پربنسټ د تاوتریخوالي په  ګډون په بېړني ډول  تاوتریخوالی کم کړي او د یوه سوله‌ییز، په ځان بسیا او باثباته افغانستان لپاره کار وکړي.

يوناما همداراز وايي، دوی د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مذاکراتي ټیم له نارینه او ښځینه غړيو چې د ښځو د حقونو مدافعان دي، دوامداره  ملاتړ کوي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوځل بیا د جګړې له ټولو اړخونو غوښتي چې په افغانستان کې د سولې له دغه تاریخي فرصت څخه ګټه پورته کړي.

د يوناما خبرپاڼه کې زياته شوې چې د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو ډله کې په کابل کې  د اسټرالیا، ډنمارک، د اغاخان پرمختیایي شبکه، کاناډا، هالنډ، د اسلامي همکاریو سازمان، ترکیې، د انگلستان، امريکا او د ملګرو ملتونو استازولیو مشران د سولې په خبرو کې د ښځو له حضور نه ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر سټیفانو پونټیکورو په يوه ټوېټ کې ويلي، د ښځو حقونه د تلپاتې سولې لپاره ترټولو قوي اصل دی او د سولې لاسته راوړلو لپاره ناټو د افغان مېرمنو تر څنګ ولاړه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام