Asset 1SWN

کابل کې د پرونۍ چاودنې قربانیان د خپل امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي

یک-قربانی-انفجار-در-غرب-کابل-qhyisfzfrmdc57m628mfndqkrkqcs8ha3ubiwfgvpk

د کابل ښار په لوېدیځ کې د تېر ماښام چاودنه کې د وژل شوي ۲۶ کلن محمدعلي ریحاني مور معصومه وايي، زوی یې د اته‌کسیزې کورنۍ سرپرست و چې څه موده وړاندې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره اړ شو چې زده‌کړې پرېږدي او کار ته مخه کړي، خو له دې خبر نه و چې چاودنه به پرې کېږي او دی به په‌کې ژوند له لاسه ورکوي.

دغه مور په ژړغوني غږ له سرپرسته حکومته غواړي چې د خلکو امنیت وساتي. هغه زیاتوي: «حکومت دې زموږ امنیت ټینګ کړي او که یې نه نیسي، موږ دې پرېږدي چې ولاړ شوو. که امارت زموږ امنیت ټینګوي، سم دې یې ونیسي، خو که یې نه نیسي، هېڅ دې نه کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د محمدعلي ریحاني خور سومیه وايي: «واده یې نه و کړی؛ په واده کې یې راټولې نه شوو، اوس یې د غم پر ټغر ناست یوو. هغه د کانونو انجینرۍ د درېیم کال زده‌کړیال و چې د کورنۍ د ناچارۍ له کبله یې دوام ور نه‌کړ او موږ هیله لرو چې نور څوک په داسې پېښو کې ونه وژل شي.»

په کابل ښار کې د تېر ماښام چاودنه کې د یوشمېر نورو قربانیانو د کورنۍ غړي هم د امنیت پر ټینګښت ټینګار کوي او وايي، سرپرست حکومت باید د دې پېښې عاملان په نښه او سزا ورکړي.

احمد تقي او عصمت بیا هغه ځوانان دي چې د کورنۍ غړي یې د تېر ماښام چاودنه کې پر پښو سخت ټپیان شوي او اوس په محمدعلي‌ جناح روغتون کې بستر دي. دوی هم د اسلامي امارت له حکومته غواړي چې د ښه امنیت ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

«د کاکا دغو دوو ځامنو مې په پل‌سُرخ کې کار کاوه، لاسي توکي یې پلورل چې په پرونۍ چاودنه کې ټپیان شوي. موږ له اسلامي امارت څخه غواړو چې د امنیت ټینګښت ته پام وکړي.»‎

«خلک له کورونو د کاروبار خوا ته نه‌شي تللی. سهار چې راووځي، د دې تمه نه لري چې ایا بېرته به کور ته راشي، که نه. حکومت دې پام وکړي، عاملان دې ونیسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.»

په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد هېوادوالو ته د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي او وايي، امنیتي مسوولان به په کابل ښار کې د تېر ماښام د چاودنې عاملان ونیسي او د قانوني منګولو ته به یې وسپاري.

د یادونې ده چې تېر ماښام د کابل ښار په دشت‌برچي کې پر یوه کاسټر موټر چاودنه وشوه چې له کبله یې دوه کسان ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام