کابل کې د پرونۍ چاودنې قربانیان د خپل امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي

د کابل ښار په لوېدیځ کې د تېر ماښام چاودنه کې د وژل شوي ۲۶ کلن محمدعلي ریحاني مور معصومه وايي، زوی یې د اته‌کسیزې کورنۍ سرپرست و چې څه موده وړاندې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره اړ شو چې زده‌کړې پرېږدي او کار ته مخه کړي، خو له دې خبر نه و چې چاودنه به پرې کېږي او دی به په‌کې ژوند له لاسه ورکوي.