د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران سلام‌وطندار ته وویل چې د وزیر محمداکبرخان جومات مخې ته په نننۍ چاودنه کې اووه ملکیان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون ۴۱ نور ټپیان شوي دي.

هغه وايي، چاودنه یوه موټر کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله هغه مهال شوې چې خلک د جمعې لمانځه له ادا کولو وروسته له جومات نه په راوتلو وو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما، پخواني ولسمشر حامد کرزي او اسلامي امارت دا پېښه غندلې ده.

نن ماسپښین د کابل لسمې امنیتي حوزې اړوند د وزیر محمداکبرخان جومات مخې ته درنه چاودنه وشوه چې له کبله یې ګڼ‌شمېر افغانانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

تراوسه کوم چا یا وسله‌والې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام