ټاکل شوې د روانې چنګاښ میاشتې په اتمه نېټه د «چهارشنبې» پر ورځ د ا.ا د سرپرست حکومت له لوري په کابل کې لویې جرګې ته ورته ستره غونډه جوړه شي.
د یادې غونډې په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې یو مکتوب هم لاس په لاس کېږي چې ښيي دغه غونډه کې به د هرې ولسوالي په استازیتوب دوه دیني عالمان او یو ولسي مشر ګډون ولري. د چارو شنونکي وایي، یادې غونډې ته باید د ولس ریښتني استازي راوبلل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت پخوانی چارواکی او د چارو شنونکی سید اکبراغا تاییدوي چې روانه اوونۍ به کابل کې یوه ستره غونډه جوړه شي، خو په وینا یې، د غونډې ګډونوال باید انتخابي بڼه ولري.

سیداکبر اغا سلام‌وطندار ته ویلي چې ښایي دې ناسته کې د اساسي قانون او حکومت کې د پخواني نظام د پاکو کدرونو د ګډون ترڅنګ په دې هم خبرې وشي چې وسله‌والو مخالفینو سره څه وشي او حل‌لاره څه ده.

نوموړي وویل: «ښه خبره به دا وي چې دوی باید انتخابي شکل ورکړې وای، ځکه چې له پخوانیو لویو جرګو څخه یې توپیر درلودای. داسې نه وای، لکه پخوانۍ لویې جرګې. هغه پخوانۍ جرګې بدنامې دي، که له پخوانیو څخه تفاوت ولری، اغېز به یې زیات او خلک به پرې باور وکړي.»

په ورته مهال د چارو شنونکی محب‌الله شریف بیا اندېښنه ښيي چې تر دې مخکې جوړیو شویو لویو جرګو کې د حکومت لاسوهنې ته په پام، د دغې جوړېدونکې غونډې ګډونوال به ونه‌شي کولای چې په خپلواکه توګه د راتلونکې حکومت څرنګوالي او نورو موضوعاتو په اړه نظر ورکړي.  خو ده وویل، که د غونډې پرېکړې عملي شي، ښايي مثبتې پایلې ورکړي.

نوموړي زیاته کړه: «د نجیب له وخت رانیولې، بیا تر ا.ا، مجاهدینو او بېرته تر جمهوریته، ډېری وخت چې جرګې شوي او پرېکړې نیول شوي، موږ ته تاریخ ثابته کړې چې هغه پرېکړې په سم ډول نه دی عملي شوي. یوازې په هغې بڼې د خلکو له راټولولو استفاده شوې. وېره دا ده چې په دا ډول یو شی نه وي.»

بل‌خوا قومي مشر او د چارو کارپوه حمیدالله هوتک وایي، روانو شرایطو کې د ورته یوې سترې غونډې جوړول د ټول ملت غوښتنه ده چې کولای شي، د نظام کورني مشروعیت سره مرسته وکړي. نوموړي زیاته کړه چې دغه غونډه کې باید د اساسي قانون، ملي بیرغ او د حکومت څرنګوالي پر مسلې بحث وشي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت د دغې غونډې د رابللو اجنډا، د کېدونکو احتمالي بحثونو، د ګډونوالو نوملړ او نور چمتوالي په اړه جزییات نه‌دي ورکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو ویل کېږي د کابل پُل‌تخنیک زده‌کړیالانو سر له نن یکشنبې د چنګاښ میاشتې تر ۱۱مې نېټې رخصت کړل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام