د کابل ښار یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې د کوچني اختر په رانږدې کېدو سره د کابل ښار په بازارونو کې د توکو او وچې مېوې بیې لوړې شوې دي.

ښاریان وايي چې هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله د خلکو اقتصاد کمزوری شوی او دا چاره لامل شوې چې خلک د اختر لپاره د توکو او مېوو د پېرلو وس ونه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عبید‌الله چې د وچې مېوې اخیستلو لپاره د کابل منډوي ته راغلی وايي، پېر او پلور خورا کمزوری شوی او خلک نشي کولای چې د اختر لپاره توکي وپېري.

 نوموړی زیاتوي چې پخوا خلک پیسې درلودې او کولای شوای چې خپلې ستونزې هوارې کړي، خو اوس اقتصادي کمزورتیا له یوې خوا او له بل‌خوا وزګارتیا لامل شوې چې خلک دا اخترا همداسې تېر کړي.

په ورته مهال د کابل یو بل اوسېدونکی بصیراحمد وايي چې د اسلامي امارت له لوري پر بازار د کنټرول نه‌شتون په دلیل، د توکو او د وچې مېوې بیې، لوړې شوي او د خلکو د پېرلو کچه هم راکمه شوې ده.

د نوموړي په وینا، پخوا به یوه کیلو نخود په ۸۰ افغانۍ و، خو اوس بیې  ۱۵۰ افغانیو ته ختلې ده. بصیراحمد زیاتوي چې د توکو او میوې بیې لوړې شوي او د خلکو اقتصاد ورسره کمزوری شوی دی.

که څه هم د کابل ښار اوسېدونکي اسلامي امارت او کابل ښاروالي د بازار په نه کنټرولولو تورنوي، خو د کابل ښاروالي مسوولان وايي، یوه نوې نرخ‌نامه یې جوړه کړې چې د خوراکي توکو او وچې مېوې بیې هم په کې مشخصې شوي دي.

د کابل ښاروالي ویاند نعمت‌الله بارکزي سلام‌وطندار ته وویل:

«د کابل ښاروالي نرخ‌نامه چې ټاکل شوې نن خپره شي، د ۳۷ قلمو بیې په‌کې مشخصې شوې دي. په دې کې ډېری د اختر مېوې شاملې دي، لکه کلچه، مڼې او داسې نورې چې نرخونه ورته ټاکل شوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې د لوږې او وزګارتیا کچه لوړه شوې چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام