د پوهنتونونو لپاره نوې طرحه؛ ارواپوهان: زده‌کړيالان پرله‌پسې اووه ساعته درس نه شي لوستى

د لوړو زده‌کړو وزارت څو موده مخکې یوه نوې طرحه وړاندې کړه چې له مخې یې شنبې، دوشنبې او چهارشنبې ورځې به ښځینه‌ زده‌کړیالانې او یکشنبې، سه‌شنبې او پنجشنبې ورځې به نارینه زده‌کړیالان پوهنتونونو ته ځي.

پر ښځو د ا.ا محدوديتونه؛ جوزجان کې نجونې د زده‌کړو او کار حق غواړي

جوزجان کې یوشمېر ښځې او نجونې وايي چې د مخکېني حکومت له سقوط وروسته او د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د دوی پر فعالیتونو محدودیتونه لګول شوي دي. د هغوی په وینا، پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لګول د رواني ستونزو او په هېواد کې د بې وزلۍ لامل کېږي.

د صرافانو ټولنه: د صرافۍ جوازونو په اړه د افغانستان بانک پرېکړه ناعادلانه ده

د افغانستان د صرافانو سراسري ټولنه وايي چې د صرافۍ جوازونو په اړه د افغانستان بانک د نوې طرحې د پلي‌کېدو توان نه لري او نه‌شي کولای چې دغه پرېکړه عملي کړي. د افغانستان بانک د نوې طرحې له مخې، د صرافۍ جوازونو لپاره باید هر صراف ۵ میلیونه او د صرافۍ هر شرکت باید ۵۰ میلیونه افغانۍ له افغانستان بانک سره د ضمانت توګه کېږدي.

تورخم کې د افغان مسافرو ستونزې؛ په پېژندپاڼه افغانستان ته نه راپرېښودل کېږي

تورخم پر ډیورنډ کرښه د افغانستان له مهمو بندرونو ګڼل کېږي چې هره ورځ پرې د سوداګرۍ سربېره، زرګونه کسان دواړو خواو ته تګ راتګ کوي؛ خو تر هغې وروسته چې پاکستان په پېژندپاڼه افغانستان ته په تلو بندیز لګولی، هغه کسان چې پاسپورټ نه‌لري او هغې غاړې بند پاتې، له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

هیدر بار: د نجونو ښوونځیو پر بیاپرانستلو هوکړه نه‌ کېږي، خو د مدرسو لپاره پیسې پیدا کېږي

د بشر حقونو څار بنسټ اړوند د ښځو څانګې مرستیالې هدر بار د اسلامي امارت له لوري د مدرسو جوړېدو ته په غبرګون کې ویلي چې سرپرست حکومت نشي کولای د نجونو ښوونځیو بیاپرانستلو لپاره هوکړې ته ورسېږي، خو د څه باندې ۴۰۰۰ مدرسو جوړېدو لپاره پیسې پیدا کولای شي.