د بشر حقونو څار بنسټ اړوند د ښځو څانګې مرستیالې هدر بار د اسلامي امارت له لوري د مدرسو جوړېدو ته په غبرګون کې ویلي چې سرپرست حکومت نشي کولای د نجونو ښوونځیو بیاپرانستلو لپاره هوکړې ته ورسېږي، خو د څه باندې ۴۰۰۰ مدرسو جوړېدو لپاره پیسې پیدا کولای شي.

نوموړې بېګاه پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي: «له اته میاشتني ځنډ وروسته، دوی نشي کولای چې د نجونو ښوونځیو بیاپرانستلو برخه کې هوکړه وکړي؛ خو د ۴۲۴۴ مدرسو د جوړېدو لپاره پیسې پیدا کولای شي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بشرحقونو څار بنسټ د ښځو څانګې مرستیاله زیاتوي چې اسلامي امارت په داسې حال کې د نویو مدرستو د جوړېدو په اړه د پرېکړې په حال کې دي چې شاوخوا ۹۵ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي.

په تازه‌ګۍ سره د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر پرون لوګر ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې دغه وزارت د هېواد په ټولو ولایتونو کې نوې دیني مدرسې جوړوي.

د پوهنې وزارت سرپرست د لوګر ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو سره په یوې ناسته کې زیاته کړې چې په پام کې لري، د ولایتونو په کچه یوه ستره مدرسه او د ولسوالیو په کچه له درېوو تر لسو مدرسې جوړې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې څه باندې اته میاشتې کېږي چې د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي د نجونو پرمخ تړلي دي. که څه هم د پوهنې وزارت ژمنه کړې وه چې د نجونو ښوونځي به د وري میاشتې په درېیمه نېټه بېرته پرانیزي، خو دغه ژمنه یې تراوسه نه ده عملي کړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام