Asset 1SWN

د پکتيا ګردېز ښار کې د ناامنو سيمو زده‌کوونکيو ته د ليلې ودانۍ جوړه شوه

IMG_20210131_102405

د پکتيا ولايتي مسوولان وايي، په مرکز ګردېز کې د ناامنه سيمو زده‌کوونکيو لپاره د ليلې ودانۍ جوړه شوه او ډېر ژر به زده کوونکي ترې ګټه واخلي.

د پکتيا والي محمد حليم فدايي وويل، دغه ودانۍ د ۴۶ ميليونه افغانيو په لګښت په څلورو پوړونو کې د پوهنې وزارت له پرمختيايي بوديجې جوړشوې چې د ۲۸۰ زده کوونکيو د اوسېدو وړتيا لري.

فدايي وايي، دغه ودانۍ ۷۲ خونې لري او په نږدې راتلونکي کې به يې ډوډۍ خوړو لپاره هم ځای جوړ شي.

د نوموړي په وينا، د دې ودانۍ په جوړېدو سره به هغه زده‌کوونکيو ته د زده‌کړې زمينه برابره شي چې په نا‌امنه سيمو کې له زده‌کړو بې برخې پاتې شوي وي.

د پکتيا د پوهنې رييس کوچي ځاځي وويل، هڅه کوي چې د پوهنې په کيفيت کار وکړي. ځاځي زياته کړه، دا مهال پکتيا کې د ۷۰ ښوونځيو پر ودانيو کار روان دی او په راتلونکي کال کې به د اقرا پروګرام تر چتر لاندې د ۱۰۳ ښوونځيو چارې پيل شي چې په دې سره به د ښوونځيو د ودانيو د نشتوالي ستونزه ۹۵ سلنه حل شي.

پکتيا کې ۴۰۶ ښوونځيو کې له دوه سوه زره زيات زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي چې  نيمايي يې ښوونځيو لپاره ودانۍ نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام