د پکتيا ګردېز ښار کې د ناامنو سيمو زده‌کوونکيو ته د ليلې ودانۍ جوړه شوه

د پکتيا ولايتي مسوولان وايي، په مرکز ګردېز کې د ناامنه سيمو زده‌کوونکيو لپاره د ليلې ودانۍ جوړه شوه او ډېر ژر به زده کوونکي ترې ګټه واخلي.

د پکتيا والي محمد حليم فدايي وويل، دغه ودانۍ د ۴۶ ميليونه افغانيو په لګښت په څلورو پوړونو کې د پوهنې وزارت له پرمختيايي بوديجې جوړشوې چې د ۲۸۰ زده کوونکيو د اوسېدو وړتيا لري.