Asset 1SWN

د پکتياوالو اعتراض؛ د اقرا برنامې تر چتر لاندې د ۱۰۳ ښوونځيو چارې په ټپه ولاړې دي

IMG_0223

 

د پکتيا د مرکز ګردېز اړوند د تېرې په سيمه کې يو شمېر ځوانانو، مشرانو او د ښوونځيو زده کوونکيو د حکومت پر مرکزي او سيمه‌ييزې ادارې اعتراض وکړ چې د ۱۰۳ ښوونځيو جوړېدو چارې چې تېر کال پيل شوې وې، په ټپه درېدلي او د جوړېدو بيا پيل لپاره يې هېڅ هم نه دي کړي.

دوی وايي، لامل يې هم نه دی معلوم چې ولې يې کارونه نه پيلوي.

د پکتيا اوسېدونکي، سليم خيبر او جمعه ګل افغان وويل چې تېر کال  د کليو پراختيا وزير په خپله د همدې ښوونځيو د جوړېدو چارې پيل کړې؛ خو له هغه وروسته يو ښوونځی هم نه‌دی جوړ شوی.

دوی وويل، د پکتيا په ډېرو سيمو کې خلکو تر خپله توانه د ښوونځيو د ودانيو ته په سلګونو جريبه ځمکې ورکړې خو د ودانيو د جوړېدو څرک نه ليدل کېږي.

دوی وويل، پکتيا کې د ډېری زده‌کوونکيو حقوق نه‌دي ورکړل شوي او که پوهنې ته پام ونه‌شي سوله‌ييز لاريونونه به وکړي.

په دې اعتراضيه غونډه کې ګډونوالو ملک دلاور او د ځوانانو فعال صالح جان صالح د معارف اوسنی وضعيت د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل چې د تعليمي کال په پيليدو سره ډېری ښوونځيي نه درسي ميتود لري او نه هم تدرسي مواد.

د پکتيا د پوهنې رياست مسوولان هم دا مني چې د دې ښوونځيو چارې په ټپه ولاړې دي.

د پکتيا پوهنې رييس کوچي ځاځي وويل، د ښوونځيو لپاره لومړنۍ سروې شوې او تر ډېره ياد ښوونځيو ته ځمکه هم پيدا شوې خو لا يې چارې نه‌دي پيل شوي.

نوموړي هيله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به د دې ښوونځيو چارې د خلکو د غوښتنې سره سم پيل شي.

اعتراض‌کوونکيو له پوهنې وزارته وغوښتل چې زده‌کوونکيو لپاره يو تعليمي نصاب جوړ او کتابونه دې تر ښوونځيو ورسوي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام