Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې له ۲۵۶ روغتیايي مرکزونو څخه ۳۸ یې خپلې ودانۍ لري

Helmand 5656

 د هلمند اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د معیاري روغتیايي مرکزونو د نشتون او کمښت څخه شکایت کوي او وايي چې ډېری وخت له لومړنیو روغتیايي خدمتونو څخه محروم وي.

دوی زیاتوي چې سیمو کې یې روغتیايي مرکزونه په نشت حساب دي او هغه چې فعاله دي، یا ودانۍ نه‌لري او یا په کرايي کورونو کې فعالیت کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هلمند اوسېدونکي محمدنبي سلام وطندار ته وویل: «مېرمن مې ناروغه وه، د موسی‌کلا روغتون ته مې بوتله، پر لار مې ټرافیکي پېښه وکړه، غبرګې پېښې مې ماتې شوې، مېرمن مې اوس د هلمند په ولایتي روغتون کي بستر ده. موسی‌کلا کې یوازې یو مرکزي کلینیک شته، هغه هم خپل شناخته کسانو ته درملنه کوي، څوک چي شناخته ونه‌لري کار یې نه کېږي.»

په ورته مهال د هلمند د باغران ولسوالي اوسېدونکی بشیر وايي، ولسوالي کې یې معیاري روغتیايي مرکزونه په نشت حساب دي.

د نوموړي په وینا، د یادې سیمې اوسېدونکي خپل ناروغان په خامه او ورانو لارو لښکرګاه ښار ته د درملنې لپاره وړي چې وخت ناوخت یې ناروغان روغتون له رسېدو مخکې مړه کېږي.

نوموړي وویل: «ناروغان مې مرکز لښکرګاه ښار ته له باغران ولسوالي څخه راوړي دي، هلته زموږ په سیمه کي روغتون نشته، نن شپه مې څلورمه ده، سخت په تکلیف یوو، موږ روغتیايي کلینیکونو کې نارینه او زنانه ډاکټرانو ته اړتیا لرو.»

 په ورته مهال د هلمند د عامې روغتیا مسوولان بیا دې ولایت کې د خلکو شکایت پر ځای بولي، خو وايي چې د شته ستونزو لوی لامل د نفوس زیاتوالی او پخوانۍ سر شمیرنه ده چې په وینا يې، اوس نفوس ډېر او روغتیايي خدمتونه د پخوانۍ سرشمېرنې له مخې وړاندې کېږي.

د هلمند دعامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید وویل، د شاوخوا ۲۵۶ روغتیایې کلینیکونو او  روغتونونو له ډلې یوازي ۳۸ کلینیکونه خپلي ودانۍ لري او پاتې نورې یې کرایه کورونو کي دي، یا یې ودانۍ په جګړو کي ویجاړې شوې دي.

د نوموړي په وینا، لاهم د دې ولایت بېلایېلو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په حساب ډېرې سپینې روغتیایي سیمې شته چې تر اوسه کوم روغتیايي مرکز نه لري او یا د جګړو پر مهال له‌منځته تللي دي.

نوموړي وویل: « هلمند د څلورلس لکه په اندازه درمل او د روغتیایې مراکزو د تاسیس امتیاز ورکول کېږي، حال دا چې د هلمند نفوس تر څلور میلیونو زیات دی، په ټول هلمند کي یوازي ۳۸روغتیایې مرکزونه خپلې ودانۍ لري، پاتې یې په کرایه ځایونو کي دي او ډېر یې له‌منځه تللي دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چي د دې ولایت اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو او روغتیايي خدمتونو برخه کې د شته ستونزو ترڅنګ تېرو جګړو پرمهال دې ولایت کې ډېر اساسي بنسټونه له ستونزو سره مخ شوي چې خلک لا هم په ډېرو برخو کې اساسي خدماتو ته لاس رسی نه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام