روزګان د هېواد یو له لرو پرتو ولایتونو څخه دی چې په وروستیو څو لسیزو کې د حکومتونو له پامه لوېدلی او اوسېدونکي یې له لومړنیو اړینو خدمتونو بې‌برخې دي.

د دغه ولايت د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي وايي چې هېڅ روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او د ناروغانو د درملنې لپاره مرکز ترینکوټ ښار او یا هم کندهار ته سفر کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حاجي عبدالباري چې د روزګان د ختيځ چرمستان سيمې اوسېدونکی دی او دامهال د يوې عادي ناروغۍ د درملنې لپاره د ترينکوټ ولايتي روغتون ته راغلی،  سلام‌وطندار ته وايي چې په سیمه کې یې د زُکام او ورته ناروغیو درملنه نه کېږي او اړ دي، څو نورو ولایتونو او ترینګوټ ښار ته د درملنې لپاره لاړ شي.

نوموړي وویل: «قسم په خدای که نيمه ګولۍ هم هلته پیدا کېږي. هېڅ شي نشته د درملنې لپاره. که زموږ په سيمه کې يو روغتون موجود وي، موږ به بیا له دغه ډول ستونزو سره نه مخ کېدای. غوښتنه مو دا ده چې زموږ په سیمو کې يو روغتون يا کلينيک جوړ شي، ډېر خلک په دغه ډول ستونزو کې دي.»

ملامحمد بیا د روزګان د شهيد اساس ولسوالي څخه د خپلې مور د درملنې لپاره روزګان ته راغلی دی. نوموړی وایي چې مور يې ناروغه ده، خو په سيمه کې نه د درملنې کوم مرکز شته او نه هم درمل شته، ځکه اړ شو چې ترينکوټ ښار ته راشي. نوموړی له اسلامي امارت غوښتنه کوي چې سیمه کې یې روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.

د روزګان د عامې روغتيا ريیس ډاکټر محمدالله روحاني هم تاييدوي چې په روزګان کې د لرې پرتو سيمو خلک په روغتيايي برخو کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

نوموړی وايي، د روزګان په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړېدو په هدف له یو‌شمېر موسسو سره غږېدلي او هڅه کوي چې دغه ستونزې هوارې کړي.

نوموړي وویل: «موږ دا پلان لرو چې د بېلابېلو سيمو لپاره يوشمېر کلينیکونه فعال کړو. موسسو سره غږېدېلې يو په يوشمېر سيمو کې موږ کلينیکونه فعاله کړي او هغه سيمې چې اوس هم سپینې پاتې، په هغو سيمو کې به هم کلينیکونه فعال کړو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روزګان په ترينکوټ ښار کې هم خلک له ورته ستونزو شکايت لري او زياتوي چې په دغه ولايت کې مسلکي ډاکټران نشته او په دې برخه کې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام