Asset 1SWN

غزني کې په ۲۰میلیونه افغانیو یوه ښوونځي ته د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې

-۰۰۰۰۰۰

غزني کې د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړوي.

د چارواکو په وینا، دغه ښوونځي د یاد ولایت د جاغوري ولسوالي په «داوود زیرک» کلي کې جوړېږي چې د ودانۍ د جوړېدو لګښت یې د سیمې د اوسېدونکو له لوري ورکول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غزني د پوهنې ریاست د نشراتو مدیر میاګل صدیق سلام‌وطندار ته وايي، د یاد ښوونځي د ودانۍ د جوړېدو لګښت ۲۰میلیونه افغانۍ دی چې د سیمې اوسېدونکي به یې لګښت پرې کړي.

هغه زیاته کړه چې دغه ښوونځي پر څلور جریبه ځمکه او درې پوړونو کې په معیاري توګه جوړېږي.

د غزني د پوهنې ریاست د نشراتو مدیر میاګل صدیق همداراز وویل چې دغه ښوونځی به ۲۰ درسي خونې، کتاب‌خانه، مدیریت، ورزشي لوبغالی، سالون او نور امکانات ولري.

د  داوود زیرک په نوم ښوونځي زده‌کوونکي دا مهال په یوه زړه ودانۍ کې زده‌کړې کوي چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به شاوخوا ۸۰۰ زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې خلکو په خپل شخصي لګښت ښوونځیو ته ودانۍ او د تګ‌راتګ لارې جوړ کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام