Asset 1SWN

لوګر کې یوه کس په یو میلیون افغانیو ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړې

لوګر ښوونځی ودانۍ

 د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي محمداکبر اتل په خپل شخصي لګښت په شاوخوا یو میلیون افغانیو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.

دغه ودانۍ نن «دوشنبه، لیندۍ شپږمه» ګتې‎‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ودانۍ د مرکز پل‌علم ښار اړوند «بیدک سیمه» کې د «نعمان بن ثابت» لومړني ښوونځي ته جوړه شوې چې له پرانیستې سره سم یې ۲۰۰ زده‌کوونکو ته په‌کې د لیک‌لوست خوندي چاپېریال رامنځته شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې یاده ودانۍ پر درې جریبه ځمکه جوړه شوې او څلور درسي خونې، اداري خونه او چهاردیوالي لري.

د هغه په وینا، محمداکبر اتل له دې وړاندې هم د خپل پلار «حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ» پر مټ په مرکز پل‌علم او بېلابېلو ولسوالیو کې سلګونه زده‌کوونکو ته د لیک‌لوست او یوشمېر ښوونځيو ته د څښاک پاکو اوبو سېسټمونه او زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته کړې.

د لوګر مرکز پل‌علم اوسېدونکي محمداکبر اتل سلام‌وطندار ته وويل چې مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې هم یوشمېر نور ښوونځي بیاورغوي او په لرو پرتو سیمو کې له زده‌کړو محرمو نجونو او هلکانو ته په خپلو سیمو کې د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تېره میاشت هم د لوګر مرکز پل‌علم اړوند هارون خېلو کلي کې یوه کس په خپل شخصي لګښت یوه ښوونځي ته د ۳۵زره امريکايي ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه او ۴۰۰ زده‌کوونکو ته په‌کې د ليک‌لوست زمینه برابره شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام