Asset 1SWN

لوګر کې یوه کورنۍ په یو میلیون افغانۍ ښوونځي ته ودانۍ جوړوي

logar

د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د مرکز پل‌علم اړوند د هارون خیلو په سیمه کې د یوه کس په شخصي لګښت د هلکانو او نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ښوونځی د همایون بهادر او د ده د کورنۍ غړیو د شاوخوا یو میلیون افغانیو په مالي لګښت جوړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ټاکل شوې چې د یاد ښوونځي لپاره دغه ودانۍ د راتلونکو دوو میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول په یو پوړ کې ورغول شي چې شپږ درسي ټولګي او یوه اداري خونه به ولري.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې په یاد ښوونځي کې نږدې څلور سوه زده‌کوونکي د ودانۍ نشتون له امله په خیمو کې خپلې زده کړې کوي، چې د ودانۍ په جوړېدو سره به یې د درسي ټولګیو د نه‌شتون ستونزه هواره شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

باید وویل شي چې د لوګر په مرکز پل‌علم او یوشمېر لرو پرتو ولسوالیو کې اوس هم لسګونه ښوونځي ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي یې په ازاده فضا کې له پراخو ستونزو سره په لیک لوست بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام