Asset 1SWN

بدخشان کې د خلکو په شخصي لګښت ۱۸کیلومټره سړک بیارغول کېږي

c96a532f-8fcf-42fb-9064-73c85c3cc44e-q887qcjpkj7bzn6h2kca1pwn4pk2pmie5wgho4yxs8

د بدخشان د کوهستان ولسوالي اوسېدونکي وايي، د یفتل‌بالا او کوهستان ولسوالیو ترمنځ د نښلېدونکي ۱۸ کیلومټره سړک د بیارغونې چارې یې پیل کړي دي.

دغه سړک چې «دربندک» سیمه کې جوړېږي، ۷۰۰زره افغانۍ لګښت پرې راځي چې د سیمې د خلکو له لوري ورکول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کوهستان ولسوالي د اوسېدونکو په وینا، دغه سړک تېرکال د یادې سیمې د اوسېدونکو له لوري د څلور میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی و.

څه موده وړاندې هم د بدخشان راغستان ولسوالي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت دغه ولسوالي کې د ۱۵کیلومټره سړک د رغونې چارې پیل کړې وې.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په تېرو نږدې دوو کلونو کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د سړکونو، ښوونځیو او روغتونونو رغېدو اړوند او یو‌شمېر نورې ټول‌ګټې پروژې پلې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام