بدخشان کې د خلکو په شخصي لګښت ۱۸کیلومټره سړک بیارغول کېږي
د بدخشان د کوهستان ولسوالي اوسېدونکي وايي، د یفتلبالا او کوهستان ولسوالیو ترمنځ د نښلېدونکي ۱۸ کیلومټره سړک د بیارغونې چارې یې پیل کړي دي.
دغه سړک چې «دربندک» سیمه کې جوړېږي، ۷۰۰زره افغانۍ لګښت پرې راځي چې د سیمې د خلکو له لوري ورکول کېږي.