Asset 1SWN

ډاکټران د اختر ورځو کې پر کانګو د خلکو د اخته کېدو خبرداری ورکوي

IMG_E1338-pqlfsjyhdy9w2oyev0qizkrbto9cocgbkh1bs9oadk-prbctt644vfm9aor75stcg0m2z3cehgybuqzy2jszs-q8kgptp1x7j8235xftrtiljme5csnt1uu7peja8rk8

یوشمېر ډاکټران د لوی اختر را رسېدو ته په کتو وايي چې د اختر ورځو کې د پسونو او غویانو د غوښې کارېدو زیاتوالي او له حیواناتو سره د خلکو نږدې پاتې کېدو له کبله به ښايي پر کانګو ناروغي د اخته کېدونکو کسانو شمېر زیات شي.

د عمومي داخلې څانګې متخصص فرید رفیعي وايي چې د کانګو تبه یوه ساري ناروغي ده او په‌کار ده چې خلک یې په اړه معلومات ولري. د نوموړي په وینا، افغانستان کې تر دې مخکې هم پر کانګو ناروغي د اخته کېدو پېښې شوي او باید د مخنیوي لپاره یې هڅې وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «د دې ناروغي سرچینه حیوانات دي. یو ډول ژوی دا ناروغي انسانانو ته لېږدوي. کله چې یو کس د ککړو حیواناتو له غوښې سره اړیکه ولري، ویروس وجود ته دننه کېږي. هغه کس چې پر دې ناروغي اخته کېږي، تبه لري، سردرد ورته پیدا کېږي او خوا یې ګرځي.»

یو بل ډاکټر حبیب‌الله ادیب هم وايي چې پر کانګو تبې د اخته کېدو مخنیوي لپاره اړتیا ده چې د کابل ښار قصابان د حیواناتو حلالولو پر مهال روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي. نوموړی زیاتوي:«که موږ د حلالولو شرایطو ته سم پام ونه کړو، پر دې ناروغي د اخته کېدو ګواښ ډېر زیات دی. هغه کسان چې حیوانات حلالوي، باید دستکشې او ماسک وکاروي. د دې ناروغي شکمن حیوانات باید حلال نه‌شي.»

په همدې حال کې یوشمېر کابل ښاریان بیا وايي چې پر کانګو ناروغي د اخته کېدو مخنیوي لپاره به هڅه وکړي چې د اختر ورځو کې کمه غوښه وکاروي.

د کابل ښار د مکروریانو اوسېدونکی ویس‌احمد وايي: «دا یوه ګواښوونکې ناروغي ده. موږ په داسې شرایطو کې یوو، که ناروغان شوو، د درملنې وسه هم نه لرو. کله چې غوښه پېرو، باید ډېر احتیاط وکړو او ښه یې سره کړو. د حلالېدو ځای باید د ښار له مرکز څخه لرې وي، څو دا ناروغي نورو ته ونه لېږدول شي.»

د کابل د تایمني اوسېدونکی وحید هم وايي: «د دې لپاره چې په دې توده هوا کې پر کانګو تبې اخته نه شوو، هڅه کوو چې د پسه او نورو حیواناتو کمه غوښه وکاروو.»

بله‌خوا د کابل ښار یوشمېر قصابان هم وايي چې د حیواناتو د حلالولو پر مهال به روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د کابل په شهرنو کې یو قصاب عبدالمتین وايي: «کله چې پسه حلالوو، دست‌کشې او ماسک کاروو. د پسه د پېرلو پر مهال مو هم پام وي چې تبه یې نه وي او ژوی ونه لري. موږ پسه د حلالولو لپاره د حلالېدو ځانګړي ځای ته بیایو. ټول قصابان باید دې مسلې ته پام وکړي؛ ځکه چې ګواښوونکې ده.»

د عامې روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو پر بنسټ، د تېرو څو میاشتو پر مهال په افغانستان کې پر کانګو تبې د اخته کېدو ۱۰۶ پېښې شوي چې اوو هغو یې له کبله خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام