Asset 1SWN

د وینې ملي بانک: د کانګو ناروغي خپرېدو له امله وینې ته اړتیا ډېره شوې

f7f97c1d-6849-41ae-8c5a-6dbc59b17ad4

د وینې ورکړې نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله د وینې ملي بانک مسوولانو نن چهارشنبه د غبرګولي ۲۴مه کابل کې د یوې ناستې پر مهال وویل چې د کانګو ناروغي له امله یاد بانک کې وینې ته اړتیا ډېره شوې.

که څه هم تراوسه هېواد کې د کانګو تبې ناروغانو کره شمېر نه دی معلوم، خو د وینې ملي بانک رییس ډاکټر محمدصادق امین وايي، د کانګو ناروغي خپرېدو وروسته یې تر دا مهاله څه باندې ۴۲زره او  ۸۰۰ یونټه وینه پر یادې ناروغي اخته ناروغانو ته ورکړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «موږ تراوسه ۴۲زره او ۸۶۴ یونټه پلاتیلیت وېشلي چې باید ووایم چې پلاتیلیت دې وخت کې کانګو ناروغانو لپاره مهم او اساسي درملنه ده. بل‌خوا د وینې ملي بانک تېر کال ۱۰۷ میلیونه او۸۴۱زره سي‌سي‌ وینه ټوله کړې ده.»

بل‌خوا د وینې ملي بانک رییس د وینې ورکړې نړیوالې ورځې په اړه جوړه شوې غونډه کې له روغتیا نړیوال سازمان غوښتنه وکړه چې د وینې برابرولو لپاره د تجهیزاتو برخه کې همکاري وکړي.

هغه وویل: «د روغتیا نړیوال سازمان غواړو چې د تجهیزاتو برخه کې موږ سره همکاري وکړي، څو ستونزې حل شي. د وینې ټولولو لپاره د بسونو کمښت او د وینې پلازما جلا کولو ماشین زموږ له مهمو ستونزو څخه دي.»

د وینې ملي بانک مسوولانو په وینا، ټاکل شوې چې تر راتلونکې یوې میاشت پورې د هېواد په ټولو زونونو کې د وینې ټولولو بانکونه په فعالیت پیل وکړي.

بل‌خوا د وینې ملي بانک یو ډاکټر اسلام‌الدین وايي چې سالم خلک د ناروغو کسانو د ژغورنې لپاره باید کال له درېوو تر څلورو ځلو پورې وینه ورکولای شي.

هغه وویل: «مېرمنې کولای چې کال کې درې ځلې او سالم نارینه کال کې څلور ځله وینه ورکړي. البته فزیکي خوځښت یې باید نارمل وي، د وینې ورکړه د زړه سکتې او نورو ناروغیو مخه نیسي.»

په ورته مهال یو‌شمېر وینه ورکوونکي وايي چې نه یوازې د وینې ورکړې پر نړیواله ورځ، بلکې د یوه انسان په توګه باید هر وخت د وینې ناروغانو لپاره وینې ورکړل شي.

د کابل یوه اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وویل: «هغو ناروغانو چې وینې ته اړتیا لرله، وینه مو ورکړه، له نورو هم غواړو چې ناروغانو سره همکاري وکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د وینې ملي بانک مسوولان همداراز وايي چې تېر کال یې د وینې ټولولو په پار ۲۱۲ کمپاینونونه جوړ کړي وو چې په وینا یې، هڅه کوي، څو دغه کمپاینونه پراخ کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام