Asset 1SWN

د تخار اوسېدونکي: په ولایتي روغتون کې درمل کم او ډاکټران پاملرنه نه کوي

BLAST-IN-TAKHAR-12

د تخار په ولایتي روغتون کې د درملو نشتوالي ناروغان او د هغوی پایوازان له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي. د تخار په ولایتي روغتون کې یوشمېر ناروغ‌لرونکي د درملو د کمښت او د ډاکټرانو د نه پاملرنې په اړه شکایت کوي او وايي، سره له دې چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، خو بیا هم اړ دي چې د ناروغانو لپاره په بهر کې درمل واخلي.

دوی له مسوولانو غواړي چې د تخار ولایتي روغتون ته درمل او نور امکانات ورکړي، څو په ښه توګه یې د ناروغانو درملنه وشي. محمدشریف او مقیم چې دغه روغتون ته یې ناروغان راوستلي، وايي:

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

«وسه نه لرم؛ غریبي کوم چې ژوند مې وچلېږي. د بغلان له خوست فرینګ څخه راغلي یوو، څلور زره مو د موټر کرایه ورکړه، له څلور زرو ډېره یوه نسخه درمل شول او که مو رخصت کړي، په څلور زره نورو به دربست موټر نیسم او کور ته به ځوو.»

«دا پنځه یا شپږ کسان دلته سرګردانه یوو. له شپې راهیسې هره شېبه درمل راوړو، ناروغ هلته دی، موږ سرګردانه یوو، درمل راوړو او ورکوو یې؛ دننه همداسې ورکه ده.»

په ورته وخت کې د تخار د ولایتي روغتون ډاکټران له بهرنيو موسسو څخه غوښتنه کوي چې له افغانستان سره د درملو او طبي وسايلو په برابرولو کې همکاري وکړي.

د تخار په مرکزي روغتون کې د داخلې متخصص ډاکټر عبدالفتاح سیدزاده وايي: «موږ له بهرنیو ډونرانو او نړیوالې ټولنې غواړو چې افغانان د روغتیايي خدمتونو رسولو برخه کې یوازې پرې‌نږدي؛ د روغتیايي کارکوونکو تنخواوو ته دې پام وکړي او همدارنګه دې د اړتیا وړ درملو او په روغتون کې ځینو نورو طبي تجهیزاتو ته پام وکړي.»

په همدې حال کې د تخار د ولایتي روغتون مسوولان هم په دغه روغتون کې د درملو او روغتیايي کارکوونکو کموالی مني، خو زیاتوي چې د روغتیايي کارکوونکو د پوره کولو لپاره يې ۱۰۰ بستونه اعلان کړي دي. د دوی په وینا، پخوا یوشمېر بهرنیو بنسټونو دغه روغتون ته د اړتیا وړ درمل ورکول، خو اوس ورته د اړتیا وړ نیمايي درمل هم نه ورکوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د تخار د ولایتي روغتون آمر ډاکټر محمداصف محمدي سلام‌وطندار ته ویلي: «روغتون له دیوالي کېدو سره مخامخ دی. درمل نشته، سره صلیب چې یونیم دوه کاله دغه روغتون تمویل کړ، اوس دوه میاشتې کېږي چې ځواب یې راکړی. په وروستیو شپږو میاشتو کې خو هېڅ درمل او طبي تجهیزات نه‌دي پېرل شوي؛ نږدې ټول درمل نشته. مخکې مو چې ناروغ ته درمل هم ورکول، خوښ وو، اوس یې چې په پیسو اخلي، ډېری خلک شکایت کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د تخار ولایتي تخصصي روغتون له ۱۵۰ بسترونو څخه ۲۰۰ بسترونو ته لوړ شوی او  د ۵۰ بسترونو په زیاتېدو سره په دغه روغتون کې د ناروغانو منل هم زیات شوي، خو بیا هم د درملو او نورو روغتیايي اسانتیاوو نشتوالي ډاکټران او ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام