Asset 1SWN

ژمی او د خلکو بې‌وزلي؛ هلمند کې د سوند توکو بیې دوه برابره شوي

IMG_20221217_103714

 هلمند کې ولسي وګړي شکایت کوي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال دغه ولایت کې د ژمي په رانږدې کېدو سره د سوند توکو په ځانګړې ډول د لرګيو بیې دوه برابره شوي دي.

دوی سلام‌وطندار ته وویل، که دغې ستونزې ته ژره تر ژره رسېدنه و نه‌شي، لرې نه ده چې سږ کال له پراخو موسمي ناروغیو او د سړې هوا له کبله د نورو ژمنیو ننګونو سره مخ شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هلمند اوسېدونکي ګل‌احمد وویل: «تېر کال بوټي خروار پنځه زره کالدارې پیدا کېدل سږ کال په ۱۱ زره کالدارې دي. موږ یې د پېرلو وس نلرو، کورونه مو ساړه دي ماشومانو ناروغان دي.»

بل‌خوا هلمند کې د سوند توکو دوه کاروباریان له دښتي سیمو څخه د اسلامي امارت له‌خوا د لرګیو پر راوړلو بندیز، د سوند توکو پر واردولو لوړه مالیه او دې برخه کې کمه عرضه او لوړه تقاضا هغه لاملونه یادوي چې له مخې یې د سوند توکو بیې لوړې شوي دي.

احسان‌الله او محمد علي سلام وطندار ته وویل: «دا لس دولس کال کېږي زه د بوټو کاروبار کوم، د اسلامي امارت په راتګ سره د هلمند دښتي سیمو اوښ مرغۍ بوټو پېر او پلور بند شوی. د ټاکل شویو کمېسیونونو له‌خوا کرايې له ۲۷ زره څخه ۵۰ زره کالدارو ته لوړې شوي او همدا لامل دی چې بوټي ګران شوي دي.»

په ورته وخت کې د لښکرګاه ښاروالي مسوولان د سوند توکو د لوړو بیو کنټرول په برخه کې د تازه اقداماتو خبر ورکوي.

د لښکرګاه ښاروالۍ دعامه اړیکو مسؤل محمد طاهر ابشار وايي: «لښکرګاه ښاروالي به د نرخونو د کنترول په ځانګړي توګه سون توکو د نرخونو د کنترول برخه کې لا هم خپلې هڅې پراخې او جدي کړي کړي، څو له مخې یې ښاریان په مناسب قیمت د سون توکي وپیري.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسي حال کې ده چې د هوا له سړیدو سره سم د افغانستان نورو ولایتونو کې هم د سوند توکو د بیو لوړېدو څخه شکایتونه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام