د هلمند-کندهار لویه لار له شاوخوا دوه میاشتو راهیسي د ټرافیکو پر مخ تړلې وه خو تازه افغان ځواکونو پرې عملیات پیل کړي، څو د وسله‌والو له  موجوديته يې پاکه کړي.

د هلمند ځايي چارواکي وايي، دا چي د هلمند په نورو سیمو کې هم جګړه روانه وه او افغان ځواکونه هلته په عملیاتو بوخت وو؛ اوس تازه د هلمند – کندهار د لویی لارې د خلاصون په موخه عملیات پیل شوي.

د دې لارې د خلاصون په موخه عملیات د دې ولایت د اوسېدونکيو تر اوږده انتظار وروسته پیل شوي دي.

د هلمند امنیې قوماندان خلیل جواد وايي، د دې لویې لارې د خلاصون لپاره افغان ځواکونو تر درې کیلو مټره پرمختګ کړی او د روانو عملیاتو پرمهال ۱۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي او لسګونه ښخ شوي ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.

بل خوا د هلمند د ولایتي شورا ریيس عطا الله افغان وايي د لویو لارو تړل کېدل د ولسونو پر ژوند بده اغېزه لري او افغان ځواکونه باید ترعملیاتو وروسته د یادې لارې د خوندي ساتلو لپاره هلې ځلې وکړي.

د هلمند اوسېدونکي وايي، د جګړې دواړه لوري باید د ولسونو پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي او په ځانګړې ډول دې لويي لارې پرانیسې پرېږدي.

که څه هم عام ولسونه د لویو لارو د پوره امنیت هیله لري خو د هلمند ترڅنګ په ډېرو نورو ولایتونو کې هم پر عمومي لارو ګڼې امنیتي ستونزې شته چې عام خلک ورسره لاس او ګرېوان دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام