هېواد کې د اېډز ناروغۍ له چټکې خپرېدو اندېښنې

د اېډز د نړیوالې ورځې سره هم مهاله عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د یادې ناروغۍ له خپرېدو اندېښنه څرګندوي.

د ياد وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال وحیدالله مجروح د اېډز نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډه کې وويل چې په درېیمه درجه هېوادونو په ځانګړې توګه افغانستان کې د اېډز ناروغۍ د یوې غلې اپېډمي په توګه په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د هلمند ـ کندهار د لویي لارې د پرانيستلو په موخه پوځي عملیات پیل شول

د هلمند-کندهار لویه لار له شاوخوا دوه میاشتو راهیسي د ټرافیکو پر مخ تړلې وه خو تازه افغان ځواکونو پرې عملیات پیل کړي، څو د وسله‌والو له  موجوديته يې پاکه کړي. د هلمند ځايي چارواکي وايي، دا چي د هلمند په نورو سیمو کې هم جګړه روانه وه او افغان ځواکونه هلته په عملیاتو بوخت وو؛ اوس تازه د هلمند – کندهار د لویی لارې د خلاصون په موخه عملیات پیل شوي.

د یما سیاووش دوسيه؛ حکومت یو لړ نښې‌نښانې پيدا کړي

د افغانستان بانک د کارکوونکيو پر موټر د چاودنې څرنګوالي په اړه د دغه بانک او د امنیتي بنسټونو د کم‌کارۍ په تړاو له اعتراضونو وروسته، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، ياده قضيه کې یې یو لړ نښې‌نښانې ترلاسه کړي دي.

که څه هم امرالله صالح د دغو نښو نښانو په اړه چې کوم موارد په کې شاملېږي، جزییات نه دي ورکړي خو ویلي يې دي، دغه دوسیه کې د پرمختګ په اړه به معلومات خلکو سره شریک کړي.

وردکو کې ۳۹ ملکيانو سره د ۶ طالبانو تبادله

میدان‌وردکو کې مسوولان په دې ولايت کې له طالبانو د ۳۹ ملکي وګړيو د خوشې کېدو خبر ورکوي. د ياد ولايت د ولايتي شورا غړی احمد جعفري وايي، ټول هغه ۳۹ ملکي وګړي چې تېره اوونۍ طالبانو تښتولي وو، تېره شپه د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشې شول.

نوموړي وویل، د طالبانو ۶ جنګیالي چې ‌وردکو کې د نامسووله وسله‌والو قومندان علي‌پور سره وو، د دغو ۳۹ ملکیانو خوشې کولو په بدل کې طالبانو ته سپارل شوي.

د ناټو سرمنشي: هم د پوځي ماموریت د دوام او هم له افغانستانه د وتو لپاره باید بیه ورکړو

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرگ وايي، هم د پوځي ماموریت د دوام او هم له افغانستانه د وتو لپاره باید بیه ورکړي.

سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په يوه غونډه  کې ویلي، د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن سره یې په ټيليفوني اړيکه کې سیمه کې پر روان وضعیت او افغانستان څخه د سرتېرو پر ایستو خبرې کړي.