Asset 1SWN

وردکو کې ۳۹ ملکيانو سره د ۶ طالبانو تبادله

Wardak-2-oz7s1xz7pdz2s4y6ziz80pci16a2oozvd6fsrp1u2w

 

میدان‌وردکو کې مسوولان په دې ولايت کې له طالبانو د ۳۹ ملکي وګړيو د خوشې کېدو خبر ورکوي. د ياد ولايت د ولايتي شورا غړی احمد جعفري وايي، ټول هغه ۳۹ ملکي وګړي چې تېره اوونۍ طالبانو تښتولي وو، تېره شپه د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشې شول.

نوموړي وویل، د طالبانو ۶ جنګیالي چې ‌وردکو کې د نامسووله وسله‌والو قومندان علي‌پور سره وو، د دغو ۳۹ ملکیانو خوشې کولو په بدل کې طالبانو ته سپارل شوي.

کوم ملکیان چې د طالبانو له خوا بیول شوي وو، د میدان‌وردکو د بهسودو د لومړۍ‌ حصې او دویمې حصې اوسېدونکي دي.

د میدان‌وردکو د والي ویاند محب الله شریف‌زی هم وايي، د طالبانو له خوا برمته شوي کسان بېرته خوشې او خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.

شريف‌زي وويل، ځايي ادارې د ولایتي شورا، علماوو او قومي مشرانو په هڅو لومړۍ ډله له برمته کېدو یوه ورځ وروسته ازاد کړل او دويمه ډله یې چې ۱۱ کسان وو، تیر ورځ ازاد کړل.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام