د بهسودو پېښه؛ ولسي جرګه کې د غزني او ميدان وردک استازيو د ملي امنيت شورا له «نه پامۍ» نيوکه وکړه

تېره ورځ د میدان وردک بهسودو سیمه کې د خلکو لاریون په تاوتریخوالي بدل شو. د ياد ولايت د امنیې قومندان په امر امنیتي ځواکونو پر اعتراض کوونکيو ډزې کړي چې پایله کې یې يو شمېر کسان وژل شوي او يو شمېر هم ټپیان دي.
ولسي جرګه کې د میدان وردکو ولایت استازی مهدي راسخ نن کابل کې یوه غونډه کې وویل، حکومت بهسودو کې ملکي وګړي په نښه کړي دي.

وردکو کې ۳۹ ملکيانو سره د ۶ طالبانو تبادله

میدان‌وردکو کې مسوولان په دې ولايت کې له طالبانو د ۳۹ ملکي وګړيو د خوشې کېدو خبر ورکوي. د ياد ولايت د ولايتي شورا غړی احمد جعفري وايي، ټول هغه ۳۹ ملکي وګړي چې تېره اوونۍ طالبانو تښتولي وو، تېره شپه د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشې شول.

نوموړي وویل، د طالبانو ۶ جنګیالي چې ‌وردکو کې د نامسووله وسله‌والو قومندان علي‌پور سره وو، د دغو ۳۹ ملکیانو خوشې کولو په بدل کې طالبانو ته سپارل شوي.

وردکو ولايت کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۰ ملکيان وژلي

د وردکو د ولایتي شورا غړی شریف‌الله هوتک وايي، د سې‌شنبې په ورځ جلرېز ولسوالۍ نه د ملکي وګړيو دوه موټر چې یو فلنکوچ ډوله او بل سراچه ډوله موټر وو، د مرکز میدان‌ښار اړوند «بسراق» سیمې نه تېرېدل د سړک غاړې په خښ شوي ماین ور برابر شوي دي.