تېره ورځ د میدان وردک بهسودو سیمه کې د خلکو لاریون په تاوتریخوالي بدل شو. د ياد ولايت د امنیې قومندان په امر امنیتي ځواکونو پر اعتراض کوونکيو ډزې کړي چې پایله کې یې يو شمېر کسان وژل شوي او يو شمېر هم ټپیان دي.

ولسي جرګه کې د میدان وردکو ولایت استازی مهدي راسخ نن کابل کې یوه غونډه کې وویل، حکومت بهسودو کې ملکي وګړي په نښه کړي دي.

د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونه د ملکي وګړو د وژلو ترڅنګ یو شمېر هغوی یرغمل هم نیولي دي.

مهدي راسخ وايي، د میدان وردک د بهسودو وروستۍ پېښې ته یې د امنیت شورا د پام غوښتنه کړې؛ خو دغې شورا ورته پام نه دی کړی.

د میدان‌وردک اوسېدونکي هم وايي، یو شمېر خپلوان یې د امنیتي ځواکونو له خوا یرغمل نیول شوي.

ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي علي‌اکبر قاسمي هم دغې غونډه کې وویل، داسې حال کې چې د خلکو د امنیت تامینول د حکومت اصلي دنده ده؛ خو دغه کار کې بریالیتوب نه لري.

د دغې غونډې جوړوونکی اصفر سروش د پرېکړه‌لیک په لوستلو سره وويل، حکومت باید هر څه ژر بهسودو ته لېږل شويو سرتېرو ته امر وکړي چې پر ملکي وګړو برید ودروي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین تردې وړاندې ویلي و چې له څو ورځو راهیسې امنیتي ځواکونه د بهسودو لومړۍ او دويمې برخو ته تللي وو؛ څو د بهسودو د امنیې قوماندان معرفي او په سیمه کې د پولیسو پوستې تقویه کړي.

د ارين په خبره؛ یو شمېر کسانو د لاريون په نوم د بهسودو ولسوالۍ ودانۍ کلابنده کړې وه او د سیمې له یو شمېر اوسېدونکيو هم په دې لاريون کې ناوړه ګټه اخیستل شوې وه.

نوموړی مني چې د امنیتي ځواکونو او د قوماندان علي پور د نامسووله وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۹ وسله‌وال وژل شوي او یو شمېر سرتېري او ملکیان ټپیان شوي هم دي.

خو په ولسي جرګه کې د میدان وردکو ولایت استازي مهدي راسخ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «امنیتي ځواکونو د میدان ودرکو د امنیې قوماندان په امر په ولسي لاریون کوونکيو، سپینږیرو او فرهنګیانو ډزې کړي؛ یو شمېر ټپیان په لارو کې پاتې دي او سپینږیري د جومات ترڅنګ او د یوه هوټل دننه یرغمل پاتې دي.»

په راپور کې مو د ملي امنیت شورا د نظر اخیستو هڅه وکړه؛ خو اړیکو ته مو ځواب را نه کړل شو.

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام