د سولې بین الافغاني خبرو لپاره د افغانستان  دولت د مرکچي پلاوي غړی او ویاند نادر نادري نن کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې طالب ډلې افغان دولت ته د درې میاشتني اوربند د طرحې وړاندیز کړی دی.

 د نادري په وینا، طالبانو د درې میاشتني اوربند په بدل کې د خپلو ۷۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو او د ملګرو ملتونو له تور نوملړ څخه، د دې ډلې د نوم د اېستلو غوښتنه کوي.

 د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «مونږ ته په مسکو کې د طالبانو د مرکچي پلاوي یوه غړي ویلي و چې دوی د درې میاشتني اوربند طرحه جوړه کړي چې په بدل کې به یې د دوی ۷۰۰۰ بندیان خوشې کېږي او د ملګرو ملتونو له تور نوملړ څخه به د دې ډلې نو وېستل کېږي.»

د افغان دولت د مرکچي پلاوي دغه د طالبانو دا وړاندیز «ناشونی» بولي او ټينګار کوي چې د دغې غوښتنې عملي کول ناشونی دی.

په ورته مهال د طالبانو یوه واند ذبیح‌الله مجاهد د درې میاشتني اوربند طرحه تاییدوي او سلام‌وطندار ته وایي چې دغه طرحه څلور میاشتې وړاندې د دغې ډلې له لوري وړاندیز شوې وه، خو د افغان دولت د مرکچي پلاوي د دوی دغې غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

ذبیح‌الله مجاهد همداراز وایي چې د سولې بین الافغاني خبرو  د چټکتیا او د افغانستان روان وضعیت د ښه‌والو لپاره، اړتیا ده چې د دوی پر طرحې کتنه وشي.

نوموړي د طالب ډلې د بندیانو خوشې کول، د ملګرو ملتونو له تور نوملړ څخه د دې ډلې نوم اېستل او په معنې لرونکي توګه د سولې خبرو پرمخ وړل د درې میاشتني اوربند په بدل کې د دې ډلې غوښتنې وبللې.



په همدې حال کې نادر نادري هم وایي چې افغانانو ته د دې ډلې د پخوانیو ۵۰۰۰ بندیانو خوشې کول ګرانه پرېوتي، په داسې حال کې چې د دوی په خوشې کولو جګړه ختمه نه شوه، بلکې وضعیت لاپسې خراب شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې یوې هوکړې ته رسېدل او په هېواد کې د جګړې پای ته رسول، ګډو هڅو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې نادري وویل چې تمه ده تر راتلونکو دوو ورځو پورې د هېواد په کچه د سیاستوالو یو لوړپوړی پلاوی د قطر پلازمینې دوحې ته لاړ شي، څو د سولې خبرو اترو د ګړندي کېدو په اړه د طالبانو پلمه له منځه لاړه شي.

د هغه په وینا، طالبانو د دې غوښتنه کوله چې د دولت د اوسني مرکچي پلاوي سربېره دې په دې خبرو او وروستۍ  پرېکړه کې د هېواد وتلي سیاسي څېرې هم حضور ولري.

دا په داسې حال کې ده چې له څو میاشتو راهیسې د سولې بین الافغاني خبرې، دوحه کې په ټپه ولاړې دي. له دې ټولو سره افغان دولت هیله لري چې دغه خبرې بېرته له سره  پیل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام