Asset 1SWN

پر افغانستان د امریکا د مرستو درېدو طرحه؛ ا.ا: د هېڅ هېواد مرستې ته اړ نه یوو

1000x563_cmsv2_a8b53bd2-9e50-5b5b-8ce0-30a273fe5a77-6682370

د امریکا یوه جمهوري غوښتونکي سناتور رانډ پاول پر یوې داسې طرحې د کار کولو خبر ورکړی چې پر بنسټ به یې د ا.ا تر واک لاندې افغانستان ته د امریکا د مالي مرستو مخه ونیول شي. ‎

پاول د دوشنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې ولیکل چې په راتلونکو څو ورځو کې به یاده طرحه د تصویب لپاره د امریکا مشرانو جرګې ته وړاندې کړي. نوموړي زیاته کړې: «ما یو قانون معرفي کړ چې له مخې به یې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته ټولې مالي مرستې بندې شي او دا اوونۍ به دغه کار سر ته ورسېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

خو یوشمېر کارپوهان وايي، که دغه طرحه د امریکا د مشرانو جرګې له‌خوا تصویب او عملي شي، د افغانستان پر اقتصاد به منفي اغېزې پرېباسي. د اقتصادي چارو شنونکی نیازمحمد همدرد وايي، د امریکا د مالي مرستو په کمېدو یا بندېدو سره به د افغانستان ترلاسه شوی پولي ثبات له ستونزو سره مخامخ کړي.

هغه زیاتوي: «د دې طرحې تصویبېدل د افغانستان مالي نظام ته زیان اړوي؛ ځکه د افغانستان مالي نظام پر دغو مرستو ولاړ دی. دا پیسې بانک ته رسېږي او بازار ته وړاندې کېږي او همدا لامل دی چې د پیسو ارزښت ساتل کېږي. که دا پیسې کمې یا ودرېږي، د مالي او اقتصادي نظام د کمزورتیا لامل کېږي او د پیسو ارزښت ته زیان رسوي.»

د اقتصادي چارو یو بل شنونکی احسان‌الله محسن هم وايي، که دغه ډول پلان عملي شي، په افغانستان کې به د بانکدارۍ سېسټم ته د زیان رسولو تر څنګ، بې‌وزلي نوره هم ډېره کړي. «د امریکا د مشرانو جرګې له لوري د دغه قانون عملي کېدل به نه یوازې د افغانۍ ارزښت را کم کړي، بلکې مرستې د خلکو پر ژوند اغېزې لري او بندېدل به یې د بې‌وزلۍ کچه زیاتوي.»

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، افغانستان د امریکا په ګډون، د هېوادونو پر مالي مرستو ولاړ نه‌دی او هڅه کوي چې د اقتصادي بنسټونو په پیاوړي کولو سره د هېواد اقتصاد ته وده ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 نوموړی زیاتوي: «امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه له اسلامي امارت سره مرسته نه کوي او نه یې هم په تېرو دوو کلونو کې مرسته کړې ده. که مرسته هم کوي، موسسو او انجوګانو ته چې اړوند یې دي، ور رسوي او انجوګانې یې هم په خپله طریقه پر خلکو وېشي. اسلامي امارت له خپلو سرچینو نظام چلوي او هڅه کوي چې د خپلو سرچینو په کارولو سره هېواد اقتصادي ودې ته ورسوي.»

له افغانستان سره د مالي مرستو د ځنډولو په تړاو د دغه امریکايي جمهوري غوښتونکي سناتور پلان داسې مهال د دغه هېواد د مشرانو جرګې ته استول کېږي چې امریکا په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره څه باندې دوه میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام