د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دغه هېواد د بشردوستانه مرستو په لړ کې افغانانو سره ۳۲۷ میلیونه ډالر نوې مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن پرون جمعه د تلې لومړۍ نېټه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې امریکا افغانستان او له دغه هېواد د باندې افغانانو سره ۳۲۷ میلیونه ډالر مرسته کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، دغه مرسته افغانستان کې اړمنو کسانو او ګاونډیو هېوادونو کې افغان کډوالو ته د بېړنیو او درماني خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ځانګړې شوې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل: «موږ افغانانو ته ژمن یو.»

دا په داسې مهال ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره افغانستان له اقتصادي پلوه زیانمن شوی او ګڼ‌شمېر افغانان کافي خواړه نه لري.

بل‌خوا د اوسني سرپرست حکومت د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د ناتوانۍ له امله، دا مهال د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د مرستندویه بنسټونو د راپورونو له مخې، افغانستان اوس تر ټولو ناوړه اقتصادي وضعیت تجربه کوي چې د وتلو لپاره یې دغه هېواد له بل هر څه، د نړیوالې ټولنې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام