د امریکا د بهرنیو چارو وزارت انټوني بلنکېن نن (پنج‌شنبه، د وږي۳۱مه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په داسې حال کې چې اوکراین له روسیې سره پر جګړه بوخت دی، افغانستان کې د روان انساني ناورین د مخنیوي لپاره د خوړو نړیوال پروګرام له لارې ۳۰زره ټُنه مرسته اعلان کړې ده.

بلنکېن همداراز لیکلي چې اوکراین له افغانستان سربېره، ایټوپیا او سومالیا سره هم ۵۰زره ټُنه غله مرسته کړې ده. له هغه وخت راهیسې چې روسیې پر اوکراین برید کړی، نړۍ کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

روسیه او اوکراین د نړۍ په کچه د غنمو او جوارو تر ټولو لوی صادرونکي هېوادونه دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې پیلېدو راهیسې دغه بهیر ټکنی شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو مرستندویو بنسټونو د معلوماتو پربنسټ، څه باندې ۵۵سلنه افغانان د ژوند دوام لپاره اړینو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام