د ملګرو ملتونو ۷۷یمه غونډه؛ نړۍ افغانستان هېر کړی

د ملګرو ملتونو د ۷۷یمې عمومي غونډې له اجندا نه د افغانستان قضیې له اېستلو داسې ښکاري چې نړۍ دغه هېواد هېر کړی او په دې غونډه کې به یې پر اړوندو مسایلو هم خبرې ونه شي. د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې غونډه کې د خبرو پر مهال افغانستان کې د بشري حقونو نقض یوازې د بېلګې په توګه یاد کړ، خو د حل‌لارې او دې برخه کې یې د اقداماتو په اړه هېڅ هم ونه ویل.

د بامیان د سیغان ولسوالي د استخباراتو مدیر او ورور یې یوه کمين کې وژل شوي

بامیان ولایت کې یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې نن مازدیګر څلور بجې د دغه ولایت د مرکز او سیغان ولسوالي ترمنځ په «آقرباط» کنډو کې د اسلامي امارت درې غړیو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د کابل په ښوونځیو کې د ښوونکو له کمښت د زده‌کوونکو شکایت

د کابل ښار د دولتي ښوونځیو یوشمېر زده‌کوونکي شکایت کوي چې د ښوونکو د کمښت له امله یې درسي بهیر ټکنی شوی دی.

کابل کې د یوه ښوونځي د نهم ټولګي زده‌کوونکی احسان سلام‌وطندار ته وايي چې ښوونځی یې د ښوونکو له کمښت سره مخ دی او یو ښوونکی ورته څو مضمونونو تدریسوي.

د سلام‌وطندار موندنې؛ اتو میاشتو کې څاه ته د لوېدو له امله ۲۵کسان مړه شوي

سلام‌وطندار په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو څاګانو ته د ماشومانو د لوېدو پېښې څېړلي چې د دغو څېړنو پربنسټ، د تېرو اتو میاشتو پرمهال د هېواد په شپږو ولایتونو کې د ماشومانو په ګډون ۲۵ کسان څاه ته د لوېدو له امله مړه شوي دي. سلام‌وطندار موندلې چې په دغو ولایتونو کې ۲۶ پېښې شوي چې ۲۵ کسانو په‌کې ژوند بایللی او دوه کسان ژغورل شوي دي.

کندهار کې روږدې مېرمنې: ژوند مو له کړاوه ډک دی

کندهار کې هغه ښځې چې د خپلو خاوندانو له‌خوا په نشه‌يي توکو روږدي شوي، وايي چې اوس يې ژوند له سختو کړاوونو ډک دی. دغو مېرمنو سلام‌‌وطندار ته ویلي، وېره لري چې اولادونه به يې هم پر دغه ناوړه نشه اخته شي.

اوکراین له افغانستان سره ۳۰زره ټُنه غنم مرسته وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت انټوني بلنکېن نن (پنج‌شنبه، د وږي۳۱مه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په داسې حال کې چې اوکراین له روسیې سره پر جګړه بوخت دی، افغانستان کې د روان انساني ناورین د مخنیوي لپاره د خوړو نړیوال پروګرام له لارې ۳۰زره ټُنه مرسته اعلان کړې ده. بلنکېن همداراز لیکلي چې اوکراین له افغانستان سربېره، ایټوپیا او سومالیا سره هم ۵۰زره ټُنه غله مرسته کړې ده.