کونړ کې د ۳۴ کلپونو ترمنځ د کرېکت  رسمي سیالي پیل شوې چې موخه یې د دغه ولایت، ولایتي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پېژندل دي.

 کونړ کې د کرېکټ بورډ ولایتي مسوول عطا‌الرحمان ساپی وایي، دا سيالي چې نږدې يوه نيمه مياشت به دوام وکړي، د افغانستان کرېکټ بورډ د لارښوونې او همکارۍ پربنسټ پیل شوي چې د نویو استعدادونو موندنې ترڅنګ به د کارکردګۍ په اساس ولایتي لوبډله او دغه راز د زون په کچه سیالیو کې د ګډون په موخه  لوبغاړي وټاکل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

د سياليو  پيل مراسمو کې د کونړ مرستیال عبدالله حقاني هم ګډون درلود. نوموړي د ورزش د پرمختګ او اسانتيا برابرولو برخه کې لوبغاړو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

لوبغاړي هم روانې سیالي مهمې ګڼي او وايي، وبه کولای شي چې د ښو لوبو او وړتيا ښکاره کولو پر مټ لوړو لوبډلو ته لار پيدا کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

کرېکټ بورډ هر کال په ټول هېواد کې د کرېکټ لوبې ودې او پرمختګ لپاره او همداراز د غوره لوبغاړو د موندنو په موخه د ولایتونو په کچه بېلابېلې سیالي جوړوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام