د اسیا کرېکټ جام سیالیو په لړ کې نن د دغو لوبو له لومړي ګروپ څخه پاکستان د هانګ کانګ لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ماښام د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پاکستان او هانګ کانګ لوبډلو په خپلو لومړیو سیالیو کې له هند لوبډلې ماتې خوړلي او د یادې سیالي ګټونګې لوبډله به بل پړاو ته لار پیدا کړي.

دواړو لوبډلو په خپلو وروستیو پنځو شل اووره سیالیو کې دوه لوبې ګټلي او درې یې هم بایللي دي.

افغانستان، هند او بېګاه سریلانکا لوبډلې تراوسه د اسیا کرېکټ جام د «څلور غوره لوبډلو» پړاو ته لار پیدا کړې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بېګاه شپه د یادو سیالیو له «بي» ګروپ څخه بنګلدېش او سریلانکا لوبډلوسیالي وکړه چې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته سریلانکا لوبدله بریالۍ شوه چې بنګلدېش مات کړي او له افغانستان سره یوځای بل پړاو ته لار ومومي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام