د کرېکټ شل اووره نړیوال جام سیالیو په سوپر ۱۲ پړاو کې نن د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې د درېوو منډو په توپیر زمبابوې ته ماته ورکړه.

په دغه سیالي کې د بنګلدېش لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو زمبابوې ته د ۱۵۱ منډو هدف وټاکه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بنګلدېش لپاره په توپوهنه کې نظم‌الحسین شانټو تر ټولو زیاتې ۷۱ منډې جوړې کړې. د بنګلدېش د ورکړل شوي هدف په ځواب کې د زمبابوې لوبډلې په شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۷ منډې جوړې کړې او دې لوبه کې ماته وخوړله.

د زمبابوې لپاره لوبډلمشر سین ویلیامس ۶۴ منډې وکړې، خو خپله لوبډله یې له ماتې ونشوای ژغورلی. د لوبې غوره لوبغاړی د بنګلدېش تسکین احمد ونومول شو چې په څلور اورونو کې یې د ۱۹ منډو په بدل کې د زمبابوې درې لوبغاړي سوځولي وو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نن ورځې په دوو نورو سیالیو کې به پاکستان له نیدرلنډ او هند له سوېلي افریقا سره لوبې وکړي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام