Asset 1SWN

اسلام‌اباد یونایټېډ نن له کراچي کنګز سره لوبه کوي

--====

د پاکستان کرېکټ سوپر لیګ کې نن پنج‌شنبه د مارچ اوومه یوه لوبه کېږي چې اسلام‌اباد یونایټېډ به له کراچي کنګز لوبډلې سره ولوبېږي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶:۳۰ د پاکستان په راولپنډۍ کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اسلام‌اباد یونایټېډ لوبډلې بېګاه خپله لوبه لاهور قلندرز لوبډلې ته وبایلله.

اسلام‌اباد د جدول څلور او کراچي کنګز بیا پنځم ځای کې شتون لري چې دواړو لوبډلو درې-درې لوبې ګټلې دي. اسلام‌اباد یونایټېډ ۸ او کراچي کنګز بیا روان لیګ کې تراوسه اووه لوبې کړي دي.

د پاکستان سوپر لیګ د تېر پړاو اتله لوبډله لاهور قلندرز بیا بېګاه روان لیګ کې خپله لومړۍ لوبه وګټله. قلندرز اته لوبې کړي چې یوازې یوه یې ګټلې ده.

د جدول په سر کې ملتان سلطانز، بیا کوېټه کلاډیاټورز او درېیم ځای هم پېښور زلمي لوبډلې خپل کړی. د جدول وروستی ځای لاهورز قلندرز سره دی.

په دغه لیګ کې ټول‌ټال شپږ لوبډلې «پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام‌اباد یونایټېډ او کراچي کېنګز ګډون لري چې د یوه بل پر وړاندې به لوبې وکړي.

د پاکستان کرېکټ «سوپر لیګ» نهم پړاو سیالي د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۱۷مې پیل شوی او د مارچ تر ۱۸مې به دوام وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

یو‌شمېر افغان لوبغاړي هم په یاد لیګ کې د لوبډلو له‌خوا اخیستل شوي چې له هغې ډلې نوین‌الحق د پېښور زلمي لوبډلې لپاره لوبې هم کړې دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام