لوګر کې په ۴۱ میلیونه افغانیو ۶۸ پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د تېر یوه کال په ترڅ کې یې د ۴۱میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۶۸ بېلابېلې پوهنیزې پروژې بشړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د دغه ولایت پوهنې ریاست رییس مولوي جنت‌ګل عزیز پل‌علم کې یوې غونډې ته  وویل، یادې پروژې د پوهنې وزارت، کورنیو او نړیوالو موسسو او خیریه بنسټونو په مرسته په یوه کال کې پلي شوي دي.

کورنیو چارو وزارت شخصي موټرو کې د دولتي نښو پر کارونې بندیز ولګاوه

د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت په شخصي موټرو کې د دولتي نښو او هارنونو پر کارولو بندیز لګولی دی.

دغه وزارت نن پنج‌شنبه د کب ۱۷مه پر اېکس‌پاڼه لیکلي د شخصي موټرو له چلوونکو غوښتنه کړې چې په خپلو موټرو کې د دولتي نښو، اشارو او هارنونو له لګولو ډډه وکړي.

اسلام‌اباد یونایټېډ نن له کراچي کنګز سره لوبه کوي

د پاکستان کرېکټ سوپر لیګ کې نن پنج‌شنبه د مارچ اوومه یوه لوبه کېږي چې اسلام‌اباد یونایټېډ به له کراچي کنګز لوبډلې سره ولوبېږي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶:۳۰ د پاکستان په راولپنډۍ کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

افغانستان نن له ایرلنډ سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په خپل کوربه‌توب، د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې سره نن «پنج‌شنبه، کب ۱۷مه» د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن د عربي متحده اماراتو په «شارجه کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

پکتیا کې روان کال د جرمونو په تور ۵۶۲ کسان نیول شوي

د پکتیا امنیتي مسوولان وايي چې د روان ۱۴۰۲ کال پر مهال یې د وژنو، غلاوو او نورو بېلابېلو جرمونو په تړاو ۵۶۲ کسان نیولي دي.

د پکتیا امنیې قومنداني ویاند منیب ځدراڼ په دې خبري ناسته کې وویل چې روان کال دغه ولایت کې د قتل په تړاو ۴۹، د غلا په تړاو ۱۲۳ کسان او پاتې نور بیا د بېلابېلو جرمونو په تورن نیول شوي دي.

کېم‌جونګ اون خپل پوځ ته: جګړې ته مو چمتووالی ګړندی کړئ

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د دغه هېواد لوېدیځ کې د پوځي عملیاتو په یوه لویه اډه کې له پوځ سره د لیدنې پر مهال د جګړې لپاره د چمتووالي د ډېرېدو امر کړی دی.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس (KCNA) «پنج‌شنبه، مارچ اوومه» په خپل راپور کې د یادې پوځي اډې نوم او ځای نه‌دی په ډاګه کړی.