Asset 1SWN

کورنیو چارو وزارت شخصي موټرو کې د دولتي نښو پر کارونې بندیز ولګاوه

---=-=

د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت په شخصي موټرو کې د دولتي نښو او هارنونو پر کارولو بندیز لګولی دی.

دغه وزارت نن پنج‌شنبه د کب ۱۷مه پر اېکس‌پاڼه لیکلي د شخصي موټرو له چلوونکو غوښتنه کړې چې په خپلو موټرو کې د دولتي نښو، اشارو او هارنونو له لګولو ډډه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد وزارت لیکلي: «د ا.ا د مشرتابه عالي مقام د (۱۵۲۰) ګڼه فرمان پر بنسټ او د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د هدایت له مخې، د شخصي موټرونو خاوندانو ته خبر ورکول کېږي چې په شخصي وسایطو کې د دولتي هارنونو، اشارو او نورو دولتي نښو، لګولو څخه ډډه وکړي.»

د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت همداراز ټينګار کړی چې سرغړونکو سره به قانوني چلن کېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کابل په ګډون د هېواد په ګڼ‌شمېر ولایتونو کې د شخصي موټرو ترڅنګ، موټرسایکلونو او نورو وسایطو کې خلک لوړ هارنونه چې دولتي بلل کېږي، کاروي چې ډېری کله خلکو ته سرخوږی جوړوي او د غږیزې ککړتیا لامل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام