Asset 1SWN

کورنیو چارو وزارت: تراوسه کابل کې ۶۲زره امنیتي کمرې لګول شوي

Camera

د کورنیو  چارو وزارت مسوولان وايي چې تراوسه د کابل په بېلابېلو سیمو کې د جنايي جرمونو د مخنیوي لپاره ۶۲زره امنیتي کمرې نصب او فعالې شوې دي.

د یاد وزارت ویاند بسم‌الله حبیب سلام‌وطندار ته ویلي چې د یادو امنیتي کمرو پر مټ یې ګڼ‌شمېر جرم کوونکي نیولي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وویل: «تراوسه د کابل ښار او شاوخوا سیمو کې ۶۲زره ډیجیټال امنیتي کمرې لګول شوي چې او د اړتیا له مخې به دا پروسه بشپړه شي او ټولې سیمې به یې تر پوښښ لاندې راشي.»

د کورنیو چارو وزارت نږدې یو نیم کال وړاندې کابل ښار کې د کورونو او پلورنځیو له مالکانو غوښتنه کړې وه چې امنیتي کمرې ولګوي.

د پوځي چارو شنونکی صادق شینواری که څه هم د جنایيي جرمونو د کمښت په برخه کې د امنیتي کمرو لګول ګټور بولي، خو زیاتوي چې دغه کمرې باید د مسلکي کسانو له‌ځوا مدیریت شي.

نوموړي وویل: «که دغه کمرې د سنټرال پر مرسته او د مسلکي کسانو له‌خوا پر وخت مدیریت شي، کولای شي د جنايي جرمونو مخنیوي کې ګټورې ثابتې شي.»

په ورته مهال کابل کې د وسله‌والو غلاو له امله هم خلک اندېښمن دي. د کابل د ۱۳مې امنیتي حوزې اوسېدونکې صفیه رضايي  وايي، نږدې یوه میاشت وړاندې وسله‌والو غله یې کور ته ورننوتي او هر څه یې ترې وړې دي.

نوموړې زیاتوي چې کمره یې لګولې، خو د ویډیو ټیټ کیفیت له امله د نوموړې کور ته ورغلي، غله نه‌پېژندل کېدل،

نوموړې وویل: «زه شاهده یم چې لوړپوړه ودانۍ غلو وهلې وه او امنیتي کمره یې چې چک کړه، کیفیت یې ټیټ و او د پېژندلو نه‌وو او همداراز که برښنا نه وي، دا کمرې کار نه کوي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم د کورنیو چارو وزارت او کابل امنیې قومنداني پلازمېنه کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي، خو  په دې وروستیو کې دغه ښار کې د غلاو د زیاتېدو په اړه هم راپورونه ورکول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام