Asset 1SWN

کابل ښار کې پرمختللې امنیتي کمرې لګول کېږي

1036555-p0ycu1fb13izmoqzjwqm8xz9syvil1b6rzwl7cp9d8

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې کابل ښار کې به له ۱۰۰ میلیونه ډېرو امریکايي ډالرو په ارزښت امنیتي کمرې ولګول شي.

نوموړي نن پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې د دغو کمرو د لګولو پروګرام د افغان دولت د متحدانو د غوڅ ملاتړ په مرسته عملي کېږي.

هغه ټینګار کړی چې په دغه کار سره به کابل ښار د ترهګرو او غلو د فعالیت سیمه نوره هم تنګه شي.

د نوموړي په وینا، کابل ښار کې په وروستي ځل په ۲۰۰۸ کال کې امنیتي کمرې لګول شوې وې.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو میاشتو کې په پلازمېنه کې ترهګريزې او جنايي پېښې د پام وړ ډېرې شوي او د خلکو ډېرې اندېښنې یې را پورته کړې دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام