Asset 1SWN

سلام وطندار

حنا رباني عبیدالرحمان نظاماني ته: پاکستان په خپلو ډيپلوماټانو ویاړي

Hina-Rabbani-Khar-pywhtm6rlu1xyfnd1c5spus6ja959qiugtkebdautk

کابل کې د پاکستان پر سفیر عبیدالرحمان نظاماني له وسله‌وال برید وروسته نوموړی اسلام‌اباد ته تللی او بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت له وزیرې حنا رباني کهر سره یې لیدلي دي.

حنا رباني کهر پنج‌شنبه د لیندۍ ۱۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: «پاکستان ویاړي چې داسې ډيپلوماټان لري او په مېړانې او زړورتیا سره خپل هېواد ته خدمت کوي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بهرنیو  چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې ټينګار کړی چې د دغه هېواد لومړیتوب دا دی چې د خپلو ډيپلوماټانو امنیت خوندي کړي.

د روانې لیندۍ میاشتې په یوولسمه د جمعې پر ورځ کابل کې د پاکستان سفارت ته نږدې د دغه هېواد سفیر تر وسله‌وال برید لاندې راغی. دغه برید کې سفیر ته زیان نه دی اوښتی، خو ساتونکی یې ټپي شوی دی.

پاکستان د خپل سفیر ساتونکی چې برید کې ټپي شوی و، په یوې الوتکه کې له کابله اسلام‌اباد ته انتقال کړی دی. حنا رباني کهر د دغه کس نوم «اسرارمحمد» یاد کړی او ویلي یې دي چې وضعیت یې په ښه کېدو دی.

داعش ډلې کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی. دغې ډلې په یوې ویناپاڼه کې ویلي چې د پاکستان پر سفارت برید د دوی کار و او زیاته کړې یې ده چې سفیر او ساتونکو باندې یې برید کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

اسلامي امارت هم څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې کابل کې د پاکستان پر سفارت برید کوونکی یې نیولی دی. د اسلامي امارت د مسوولانو په وینا، نیول شوی کس بهرنی دی او د داعش ډلې غړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام