د انګلستان او پاکستان ترمنځ د درېوو ټسټ سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې انګلستان کوربه پاکستان ته د ۲۶ منډو په توپیر ماته ورکړه او د روانو ټسټ سیالیو لوبلړۍ یې وګټله.
انګلستان له دې وړاندې په لومړۍ ټسټ لوبه کې چې په راولپنډۍ ښار کې وشوه، هم پاکستان ته ماته ورکړې وه.
دغه لوبه چې د پاکستان په ملتان ښار کې ترسره شوه، انګلستان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۱ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې یې پاکستان یوازې ۲۰۲ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
انګلستان د دویمې پاڼۍ په توپوهنه کې د هاري برووک د سلیزې پر مټ د پاکستان پر وړاندې ۲۷۵ منډې وکړې او پاکستان ته یې د ۳۵۵ منډو هدف وټاکه.
د پاکستان لوبډلې په داسې حال کې چې د ورکړل شوي هدف ترلاسه کولو لپاره یې دوه نیمې ورځې له ځان سره لرلې، خو د هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله او ټوله لوبډلې یې په ۳۲۸ منډو وسوځېده.
د یادې لوبې غوره لوبغاړی هاري برووک ونومول شو چې دویمه پاڼۍ کې یې ۱۰۸ منډې یې جوړې کړې وې. پاکستان له دې وړاندې هم په لومړۍ ټسټ لوبه کې چې په راولپنډۍ کې وشوه، پاکستان ته په ۷۴ منډو ماته ورکړې وه.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
د دواړو لوبډلو ترمنځ په راتلونکې او وروستۍ لوبه به د روانۍ ډسمبر میاشتې په ۱۷مه نېټه په کراچۍ ښار کې ترسره شي.