د کرېکټ اسیا کپ په روانو سیالیو کې نن هند او سریلانکا سره مخامخ شول چې د سریلانکا د کرېکټ لوبډلې د هند لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.

سریلانکا د دې لوبې په ګټلو سره د اسیا کپ پای‌لوبې ته ووتله، خو هند بیا له پای‌لوبې پاتې شو.

افغانستان سبا چهارشنبه له پاکستان او پنجشنبه هم له هند سره سیالي کوي او پای‌لوبې ته د وتلو لپاره باید له دواړو هېوادونو لوبې وګټي.

افغانستان تر دې مخکې سریلانکا او بنګله‌دېش ته ماتې ورکړې، خو سریلانکا بیا بېرته ترې یوه لوبه ګټلې ده.

د کرېکټ اسیا کپ سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام