د اسلامي امارت سرپرست حکومت نن له افغانستانه د امریکا او د متحدانو د وتلو لومړنۍ کلیزې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې نړیواله ټولنې دې د افغانستان پروړاندې معقول سیاست غوره کړي.

تېر کال د وږي میاشتې په نهمه، له افغانستانه وروستی امریکايي سرتېری ووت. د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دې ورځ ټول هېواد کې رخصتي اعلان کړې او په ټول هېواد کې نمانځل کېږي.

اسلامي امارت له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د خلکو لپاره «ستره بریا» بللې ده. په اعلامیه کې لیکل شوي: «مهمه دا ده چې د دې بریا ارزښت درک کړو.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اسلامي امارت په دې اعلامیه کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د تېرو شلو کلونو تجربه د راتلونکې لپاره ښه لارښود کېدای شي: «موږ ولیدل چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان پر خلکو د فشار او ګواښ هر ډول پالیسي ناکامه وه او یوازې د ناورین ډېرېدو لامل شوه.»

په اعلامیه کې اسلامي امارت د افغانستان «مشروع نظام» بلل شوی او له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې د افغانانو ارادې او د دغه هېواد ارضي تمامیت ته درناوی وکړي.

که څه هم له یوه کال نه ډېره موده وشوه چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، خو حکومت یې تراوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام