د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام پخوانی قوماندان جنرال فرانک کنټ مکېنزي وايي، امریکايي ځواکونه ښايي یو ځل بیا افغانستان ته ستانه شي.

رسنیو نن د مکېنزي له قوله لیکلي چې نوموړي تېر اوړی د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ته خبرداری ورکړی و چې د امریکا په بشپړ شاتګ سره به افغان دولت وپرځېږي.

د نوموړي په وینا، افغانستان کې د ترهګرۍ د پراختیا په اړه د اسلامي امارت چارواکو د ژبنیو ژمنو سره سره دغه هېواد د القاعده او داعش په څېر د ترهګرو ډلو لپاره پر خوندي ځای بدل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

مکېنزي زیاته کړې: «زما په اند دا د امریکا متحده ایالاتو اوږدمهاله موخې ایجابوي، څو افغانستان کې د له تاوتریخوالي ډک د ترهګرۍ مرکزونو پیاوړتیا او پراختیا ته اجازه ور نه کړي او زه باور لرم چې ښايي د اسلامي امارت واکمنۍ کې همداسې وشي»

د یادونې ده چې د کابل په شېرپور کې د امریکا له لوري د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري وژل کېدو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د مخنیوي په برخه کې د اسلامي امارت د ادعاوو په اړه شکونه پیدا کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام