د کرېکټ نړیوال کپ د سیالیو په دوام د افغانستان ملي لوبډلې نن خپله وروستۍ سیالي له اسټرالیا سره وکړه.
په دې سیالي کې اسټرالیا لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې افغانستان ته د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تېز توپاچوونکي نوینالحق او فضل فاروقي ښه وځلېدل. د دې ترڅنګ، په توپوهنه کې بیا راشدخان تر ټولو ډېرې ۴۸ ناسوځېدلې او ګلبدین نایب هم ۳۹ منډې وکړې.
خو د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي او نجیب ځدران چې د ښې توپوهنې تمه ترې کېده، د تمې خلاف یو پر بل پسې وسوځېدل.
د افغان کرېکټ ملي لوبډلې که څه هم د اسټرالیا لوبډلې پر وړاندې ښه لوبه وکړه، خو بیا یې هم په څلورو منډو وبایلله.
په اسټرالیا کې ګڼشمېر مېشت افغانان نن د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د کرېکټ په زړه پورې سیالي نندارې ته ورغلي وو او په ډېرو ولولو او خوښیو یې خپل اتلان هڅول.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کرېکټ نړیوال کپ سږنۍ سیالۍ په اسټرالیا کې روانې دي، خو د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نن ورسره مخه ښه وکړه.