Asset 1SWN

سلام وطندار

د نړیوال جام نننۍ دوه لوبې د باران له امله لغوه شوې

MELBOURNE, AUSTRALIA - OCTOBER 28: Mohammad Nabi of Afghanistan looks on after the match was abandoned due to rain the ICC Men's T20 World Cup match between Afghanistan and Ireland at Melbourne Cricket Ground on October 28, 2022 in Melbourne, Australia. (Photo by Morgan Hancock - ICC/ICC via Getty Images)

د اسټرالیا په کوربه‌توب د ۲۰۲۲ کال د روان کرېکټ شل اووره جام سوپر ۱۲ پړاو کې د نن ورځې دواړه لوبې لوبغالو کې د باران له کبله لغوه شوې.

د نن ورځې لومړۍ سیالي چې د افغانستان او ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ وه او ټاکل شوې وه چې په مېلبورن کې وشي، لوبغالي کې د پرله‌پسې اورښت له کبله د لوبڅارانو له‌خوا لغوه اعلان شوه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

له «الف» ګروپ څخه دویمه لوبه هم چې د اسټرالیا او انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ وه، د باران له کبله لغوه اعلان شوه. په دې سره نن په نړیوال جام کې هېڅ لوبه ونه شوه، خو څلور واړو لوبډلو یو یو امتیاز ترلاسه کړ.

دا مهال په الف ګروپ کې نیوزیلنډ په یوې بریا سره په درېوو امیتازونو لومړی، انګلستان هم په یوې بریا او درېوو امتیازونو سره دویم، ایرلنډ، اسټرالیا، سریلانکا او افغانستان په ترتیب له درېیم تر شپږم ځایونه خپل کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغانستان په نړیوال جام کې تراوسه یوازې یوه لوبه کړې او دوه یې د باران له کبله لغوې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام