د اسیا کرېکت کپ په پایلوبه کې نن د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډله د پاکستان له کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ماښام د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې د عربي متحده اماراتو په دوبۍ لوبغالي کې وشي.
د سریلانکا د اسیا کپ پیل دومره ښه نه و، خو وروسته بیا دې لوبډلې په خپلې ښې لوبې سره د یاد کپ تر پایلوبې ځان ورساوه.
سریلانکا په خپله لومړۍ لوبه کې له افغانستان سخته ماته وخوړه او له هغه وروسته یې د پاکستان او هند په څېر لوبډلې ماتې کړې چې نن به یو ځل بیا له پاکستان سره په پایلوبه کې ولوبېږي.
بلخوا پاکستان هم دغه کپ په ماتې سره پیل کړ، خو وروسته بیا دې لوبډلې هم د افغانستان او هند په څېر لوبډلې ماتې کړې او د اسیا کپ پایلوبې ته یې ځان ورساوه.
د سلاموطندار ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو شل اووره سیالیو کې سریلانکا څلور او پاکستان یو ځل بریا خپله کړې ده.